د وطـــــن د ګلــــدرو سندرې وائيم

د وطـــــن د ګلــــدرو سندرې وائيم
زه د خاورې د سپرلو سندرې وائيم

نور د ښکلو ښاپيرو سندرې وائي
زه د پيغـــــــلو پښتنو سندرې وائيم

د وطن سيندونه دشتې ځنګلونه
زه د لوړو لوړو غرو سندرے وائيم

چې د تورې غږ ئې خور په ټول عالم دے
زه د هغه شاه ځلمو سندرې وائيم

نغمه ګر د پښتونخوا د هرې سيمے
د خيبر د تاترو سنـــــدرې وائيم

زه د خپلې پښتنې خاورې شاعر يم
ځکه هر وخت په پښتو سندرې وائيم

زه فيروز په خپل وطن باندې مئين ئيم
ځکه تــــــل د پښتنو سندرې وائيم